د پاکستان او ترکي حکومت افغان اولس سره بشري مرستې

باغی ټي وي رپورټ
نن په تورخم پوله د پاکستان او ترکي هیوادنو د سره صلیب ادارې له طرف نه افغانستان اولس لپاره د ژوندي بنیادي ضرورتونو سامان ولیږل شول، په تورخم پوله د پاکستان اوترکي هیواد د سره صلیب مشرانو دا بشري مرستې افغان چارواکو ته حواله کړي.
یاده دې وي چې پاکستان په نړۍ غږ کړې او دا دریځ ی په هر فورم تکرار کړې چې د افغانستان اولس سره د بشري مرستې جاري وساتل شی او افغانستان هیواد او اولس دې یواځي نه پریښودل کیږي چې په دې هیواد کښې د بل کوم انساني بحران مخه ونیول شي.
یاده دي وی چې د پاکستان سفارت خانه نن هم په پایه تخت کابل کښې پرانستې ده او په افغانستان کښې د سیاسي بدلون رامخې ته کیدو نه پس ی هم د افغانستان اولس سره مرستې جاري ساتلې دي.
د پاکستان دریځ او بیان دې چې په افغانستان کښې امن اوخوشحالي د پاکستان هیواد د امن لپاره هم ضروري ده او هم دغه وجه وه چې پاکستان د طالبانو مشران، د امریکا حکومت او پخوانۍ افغان حکومت په دوحه قطر کښې په یو ټغر کیښنول او هم دغه شان د افغانستان په ۳۱ اګسټ امریکایی او نیټو ځواکونو اووتل او په افغانستان کښې اقتدار هم بغیر د څه وینه تویدو طالبانو ته ورکړې شو.
#ترکی🇹🇷 #پاکستان 🇵🇰کی #افغانستان🇦🇫 کیلیے مشترکہ امداد
ترک ہلال احمر اور پاکستان ہلال احمر نے برادر اسلامی ملک افغانستان کے عوام کیلیے بنیادی ضروریات پر مبنی سامان فراہم کیا ہے ۔ سامان طور خم بارڈر کے زریعے افغانستان بھیجا گیا pic.twitter.com/V9IP0NwJbk— ترکیہ اردو (@TurkiyeUrdu_) October 3, 2021






