کابل، عیدګاه جومات سره نزدې چاودنه شوي
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې یو چاودنه شوې ده، د دولت یو خبري ایجنسي باختر نیوز ایجنسي رپورټ ورکوي چې ذبیح الله مجاهد ، د اطلاعاتو او فرهنګ مرستیال خبر ورکړې چې د کابل عیدګاه جومات سره څیرمه یوه چاودنه شوي ده، داسې رپورټونه راځي چې چاودنه تلفات لري خو مکمل تفصیل نه دې خپور شوې
د سرکاری افغان نیوز ادراې باختر نیوز ایجنسې د خبر مطابق دا برید په داسې وخت کښې شوې چې د اطلاعاتو او فرهنګ مرستیال وزیر د مور بي بي د مړینې فاتحه خواني په عیدګاه جومات کښې اخستل کیده چې یو چاودنه وشوه، برید د عامو خلقو په ګڼه ګوڼه کښې شوې چې تلفات هم لري.
یاده دې وی چې د کابل او هم دغه شان په ننګرهار کښې بریدونه او چاودنې پیل شوي دي ، په داسې وخت کښې چې په ټول افغانستان کښې د طالبانو حکومت راغلې دې. نن سحر هم د جلال آباد کښې د ۵ کسانو رازوړند شوي مړي موندل شوي دی.
د یو افغان خبریال مطابق درې مړي د پخواني حکومت د انټیلنجس ادارې کسان وو او دوه تنه هغه کسان وو چې د داعش ډلې سره ی تړاو درلودل.
د ا.ا.ا ویاند او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د نشراتو معین ذبیح الله مجاهد وايي چې نن ماسپښین په کابل ښار کې عیدګاه جومات ته نږدې چاودنه شوې، په وینا یې چاودنه د ملکیانو په ګڼه ګوڼه کې شوې چې تلفات هم لري.
دا په داسې حال کې ده چې په جومات کې د ذبیح الله مجاهد د مور فاتحه اخیستل کېده. pic.twitter.com/tt7alEo3br— BNA Pashto (@bnapashto) October 3, 2021