د پاکستان سفیر او د کابل ښاروال ملاقات کړي

0
176

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد او د پایه تخت کابل ښاروال حمیدالله نعماني ملاقات کړې او په کابل کښې د ځای کاروباري خلقو او عام اولس لپاره د سهولتونو زیاتولو په اړه خبرې اترې کړې دي.

منصور احمد په خپل ټویټر پانړه لیکي چې د کابل ښار وال سره ی په تاریخي کابل ښار کښې اولس لپاره د سهولتونو په زیاتولو خبرې اترې وشوې او په دې زور ورکړې شو چي د عام اولس او کاروباري خلقو لپاره باید ښه سهولتونه او اسانتیاوې ورکړې شي چې د افغانستان اولس ښه او خوشحال ژوند ولري.
یاده دې وي چې د پاکستان په سفارت کښې به زر د افغان زده کوونکو لپاره ویړیا د انګریزۍ ژبې او د کمپیوټر زده کړې کورس پیل شي ، دا خبره هم د یادونې وړ ده چې په کابل کښې د پاکستان سفارتخانه نن هم پرانستې ده او د افغان اولس لپاره د پاکستان ویزي جاري کوي، نن سبا د کورونا وبا له وجهې صرف هغه افغانانو له ویزې ورکول کیږي چې د پاکستان ته د علاج لپاره سفری کوي، د تورخم چارواکو مطابق په دې پوله روزانه په ګنړ شمیر کښې افغان مریضان پاکستان ته راداخلیږي چې په دې هیواد کښې د علاج سهولت ترلاسه کړي.

Leave a reply