حامد کرزی: له تاوتریخوالي سره د مبارزې یوازینۍ لار عدم تشدد دی

حامد کرزی: له تاوتریخوالي سره د مبارزې یوازینۍ لار عدم تشدد دی
پخواني ولسمشر هیله څرګنده کړې چې د افغانستان خلک، چې تر بل هر چا د جګړې او تشدد ترخه تجربه لري، په پوره یووالي او د عدم تشدد له لارې په هېواد کې د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره سره یو موټی شي.
(2021 / 10 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي، عدم تشدد له تاوتریخوالي سره د مبارزې بهترینه او یوازینۍ لار بللې ده. د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه د عدم تشدد د نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره شوي پیغام کې راغلي، چې د اکتوبر دوهمه (د عدم تشدد نړیواله ورځ) په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د افغانستان دردېدلي خلک له کلونو راهیسې د تشدد، تاوتریخوالي او جګړې له امله کړېږي او د سولې، خوشحالۍ او هوساینې هیله لري.
پیغام کې وړاندې راغلي چې د عدم تشدد د عالي مفکوري بنسټګر مهاتما ګاندي او فخر افغان خان عبدالغفار خان په سیمه کې د عدم تشدد د فلسفې او تګلارې په پلې کولو بشریت ته ستر انساني خدمت کړی او دا یې ثابته کړې ده چې ازادي او عدالت ته رسېدل له جګړې او تشدد پرته هم ممکن دي.
پخواني ولسمشر هیله څرګنده کړې چې د افغانستان خلک، چې تر بل هر چا د جګړې او تشدد ترخه تجربه لري، په پوره یووالي او د عدم تشدد له لارې په هېواد کې د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره سره یو موټی شي.






