خوست کښې د شهیدانو په یاد کښې مشاعره شوې
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په خوست ولایت کښې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تر سیوري لاندې د یوې لوی مشاعرې تابیا شوې وه، په مشاعره کښې د آزادۍ او وطن لپاره خپل ځان قرباني کولو باندې د امارت اسلامی مجاهدیونو او غازیانو ته سلامونه او نیکې پیزویینې وړاندې شوي دي.
د دولتي خبر ایجنسې باختر نیوز ایجسنې د ټویټر په پانړه خپور شوي یو رپورټ مطابق د خوست په ولایت کښې یوه لویه مشاعره تابیا شوه ، دا مشاعره د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خپلواکۍ د عنوان نامه لاندې تابیا کړې وه.
په دې مشاعره کښې هغه شهیدانو ته سلامونه او نیکې پیزویینې وړاندې شوي کومو چې د افغانستان لپاره خپل ځانونه قرباني کړي او د خپلواکې ترلاسه کولو لپاره ی دښمن ته ماتې ورکړه.
یاده دې وی چې کله نه چې د امارت اسلامی افغانستان د افغانستان په ولایتونه کنټرول ترلاسه کړې نو په دې ولایتونو کښې د طالبانو د ملاتړ او حمایت غونډې شوي دي، طالب مشرانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر سیوري لاندې د ځوانانو او لوبغاړو لپاره د لوبو د مقابلې کول هم تابیا کړي چې لوبغاړو پکښې ګډون کړې دې.
د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خپلواکۍ تر عنوان لاندې ولسي مشاعره جوړه کړه، دغه مشاعر تېره شپه د هغو شهیدانو د قربانیو په یاد جوړه شوې وه چې د خپلواکۍ اخیستو لپاره یې ځانونه قربان کړي او دښمن ته یې ماتې ورکړې. pic.twitter.com/2ewbug5UeO
— BNA Pashto (@bnapashto) October 3, 2021