خامنه‌اي وايي چې امریکا شل کاله په افغانستان کې پرلپسې جنایتونه کړي

0
183

خامنه‌اي وايي چې امریکا شل کاله په افغانستان کې پرلپسې جنایتونه کړي

د ایران مذهبي رهبر علي خامنه‌اي ویلي چې امریکا په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې بې شمېره بشري جنایتونه ترسره کړي دي.

 

(2021 / 10 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)

د ایران مذهبي رهبر علي خامنه‌اي ویلي چې امریکا په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې بې شمېره بشري جنایتونه ترسره کړي دي.

خامنه‌اي په ایران کې د یو پوځي پوهنتون محصلینو ته په وینا کې ویلي چې متحده ایالاتو په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې له وحشت او ترهګرۍ پرته بل هیڅ هم په میراث نه دي پرېښي.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا له دومره قوت سره سره شل کاله په افغانستان کې وجنګېده او بلاخره یې حکومت طا لبانو ته پرېښود او ووته.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا یو شمېر رقیبو هېوادونو دغه هېواد په افغانستان کې پر بشري جنایتونو تورن کړی خو امریکا تر اوسه دغو تورونو ته هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

تر دې وړاندې د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون هم ویل ؤ چې امریکا نه باید په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض پوښتنه وکړل شي.

Leave a reply