په ننګرهار کښې ۵ مړي موندل شوي

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په ننګرهار کښې د ۵ پینځو مړو جسدونه موندل شوي، دا مړي په ډزو وژل شوي وو، د مړو جسدونو سره یو کاغذ تړلې وو چې په دې کښې ۳ کسان د پخواني انټیلیجنس ادارې کسان وو او دوه کسانو د داعش ګروپ سره اړیکې لرلې, پینځه واړه جسدونو را زوړندل کړي موندل شوې دي.
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې یو میشت خبریال انیس الرحمن په خپل ټویټر پانړه لیکلی چې د ننګرهار په جلال آباد کښې د ۵ پنځو کسانو جسدونو موندل شوي دي، پینځوکسانو په سینه یو کاغذ تړلې موندل شوې چې دوی کښې دو کسانو د داعش ډلې سره تعلق وو ، درې کسان د پخواني انټیلیجنس ادارو سره تعلق لرلو.
یاده دې وی چې په دې لنډو ورځو کښې په ننګرهار کښې د طالبانو په یو موټر برید شوې وو چې بیا ی ذمه واري د داعش ډلې قبوله کړې وه.
5 dead hanged bodies were found in Jalalabad city. A paper tag was on their chest;
Two of them were found to be belonging to a former intelligence operative and three others were found to be belonging to ISIS.#Nangarhar province is under attack.— Anees Ur Rehman (@JournalistAnees) October 3, 2021






