امارت اسلامی باید ددې جهګړې مخنیوۍ وکړي

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د مختلف ولایتونو نه داسې رپورټونه او تصویروه په ټولنیزو رسنیو خپریږي چې په دې سیمو کښې د اهل حدیث مسلک عالمان او نور زده کوونکو قتل کیږي، کار پوهان وایی چې که ددې وژنې مخنیوۍ و نه شي نو دا به په افغانستان کښې یوه بله لویه جهګړا پیل کړي او خلق به د یو بل دښمنان جوړ شي.
د ننګرهار اچین ولسوالۍ نه یو تن په ټویټر پانړه د یو ځوان هلک تصویر خپور کړې چې وایی چې دا د څلورمې درجې زده کوونکې وو او په ډیر ظلم سره وژل شوې دې، په دې خبر کښې ی لیکلی چې دې زده کوونکې نه سترګې هم اوباسل شوي دي او په ډیر بې رحمې سره قتل شوې دې.
یاد دې وی چې دا داعش ډله د بعضې نورو اسلامی مسلکي ګروپونو سره اختلاف لري ، د داعش ډلې په افغانستان کښې د ډیرو بریدونو ذمه واري هم په خپله غاړه اخستې ده، په دې لنډو ورځو کښې هم د داعش ډلې د اسلامی امارت په یو پوسته د حملې کولو ذمه واري قبوله کړي او ددې نه مخکښې په کابل هوایی ډګر ی هم د برید کولو ذمه واري په خپله غاړه اخستې وه، د کابل په هوایی ډګر برید کښې ۱۳ امریکایی فوځیان هم وژل شوي وو.
د ننګرهار یو اوسیدونکې ددې خبر تصدیق کړې چې د ننګرهار په مختلفو سیمو کښې د اهل حدیث ډلې څه کسان د نا څرګنده کسانو له لاسه قتل کیږي او که ددې مخنیوۍ و نه شي نو ددې به په افغانستان ډیر بد اثر وشی او دلته به یو لویه جهګړا پیل شي.






