په نورستان کښې یوه لویه غونډه شوې

0
182

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په مشرقي صوبه نورستان کښې یوه ستره غونډه ترسره شوه، په دې لویه غونډه کښې په ګنړ شمیر کښې داهل حدیثو مشرانو او عالمانو ګډون وکړو او د امارت اسلامی افغانستان سره د ملاتړ اعلان وکړو.

د افغانستان یوې دولتي رسنې باختر نیوز ایجنسۍ په ټویټر پانړه لیکلي چې په نورستان کښې یو غونډه ترسره شوه چې پکښې اهل حدیث اسلامي عالمانو د افغانستان اسلامی امارت د حمایت او ملاتړ اعلان وکړو.
یاده دې وی چې کله نه چې طالبانو په افغانستان کښې د ټولو ولایتونو کنټرول او واک په لاس کښې اخستې نو دهغه ورځ نه په افغانستان کښې علاقاي مشرانو او نورو مسلکي مشرانو د طالبانو سره د ملاتړ اعلان وکړه.

Leave a reply