په غور ولایت کښې بې وزله افغان اولس سره مرستې شوي

0
194

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په ولایت غور کښې د تولک ولسوالۍ کښې د بې وزله افغان کورنیو سره مرستې پیل شوي دي، دا مرستې د امارت اسلامی مشرانو د نړيوال خوراک سازمان ډبلیو ایف پي په مرسته دې افغان کورنیو له ورکړي.

په دې موقع د یوې غونډې تابیا شوې وه او طالب مشرانو دې بې وزله افغان کورنیو د دا مرستې چې پکښې غوړي، وړه او نور خوراکي سامان شامل وو، دې افغان کورنیو ته وسپاره.
په دې موقع افغان اولس د امارت اسلامی افغانستان او د نړیوال خوراک ادارې څخه مننه وکړه چې په دې سخت وخت کښې ی ورسره د خوراکي توکو په شکل کښې مرستې وکړې.
یاده دې وی چې د پاکستان اولس د طرف نه هم افغان اولس سره مرستې پیل شوي دي، څو ورځې وړاندې هم د هوایی او زمیني دواړه طرف نه د پاک افغان د همکارۍ ټولنې له طرف نه افغان اولس د خوراکي سامان ډکې الوتکې او د تورخم له لارې د خوراکی سامان او داروګانو نه ډګ ټرکونه افغان اولس ته ډالۍ کړو.
افغان اولس او امارت اسلامی افغانستان په دې موقع د پاکستان حکومت او د پاکستان اولس ستاینه وکړه چې په دې سخت وخت کښې ی افغان اولس سره مرستې پیل کړي دي.

Leave a reply