د پنجاب حکومت سره په لاهور کې د پنځو ورځو راهسې د احتجاج کوونکو استادانو ترمنځ خبرې اترې کامیابې شوې دي

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب حکومت سره په لاهور کې د پنځو ورځو راهسې د احتجاج کوونکو استادانو ترمنځ خبرې اترې کامیابې شوې دي.
د ښوونکو د ټولنې د رسنیو همغږي کوونکي د اعتصاب پای اعلان کړ او ویې ویل، حکومت ډاډ ورکړی چې د ۱۶ ټولګي د قراردادي ښوونکو د دایمي پاتې کېدو خبر به ډېر ژر صادر کړي.
د سختې یخنۍ باوجود د لاهور زمان پارک مخې ته د استاذانو لخوا په دیره کې ماشومانو او ښځو هم ګډون کړی وو.
د استاذانو غوښتنه وه چې پنجاب حکومت دې استاذان په دندو مستقل کړي، د دھرنې له امله په مال روډ، مغلپوره او شاوخوا سړکونو د ټرافیک جام شو.
د پنجاب صوبې استاذانو د زمان پارک مخې ته په کلب چوک، مال روډ او کینال روډ باندې د پنځو ورځو راهسې احتجاجي مظاهره کړې وه، مظاهره چیانو اوویل چې د لس زره نه زیات استاذان له څوارلسو کالو راهسې په کنټریټ باندې کار کوي خو حکومت وعدې کوي خو مستقل نه کوي.
مظاهره چیانو د جمعې په ماښام په یخنۍ کې د زمان پارک مخې ته احتجاجي ناسته وکړه. په لاريون کې د کوچنيانو تر څنګ ښځو هم برخه اخيستې وه.





