اوسپنې پټلۍ ادارې ازبکستان سره د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د مسولیتونو د انتقال اړوند موافقه کړی.

0
124

اوسپنې پټلۍ ادارې ازبکستان سره د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د مسولیتونو د انتقال اړوند موافقه کړی.

30 دسمبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن جمعه په ازبکستان کې د دې هېواد اوسپنې پټلۍ مسؤلینو او افغان هیئت ترمنځ د بریالیو مذاکراتو په پایله کې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د مسولیتونو د انتقال اړوند موافقه وشوه.

 

د دې موافقې پر بنسټ به د حیرتان -مزارشریف اوسپنې پټلۍ مسولیتونه چې له شاوخوا ١١ کالو راهیسې د سوګډیانا ټرانس ازبکستاني کمپنۍ لخوا ترسره کېدل، د یوه منظم مهالوېش له مخې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې ته لېږدول کیږي چې ورسره به د سوداګریزو توکو د انتقالاتو بهیر په عادي توګه روان وي.

اړوند موضوعات

د اوسپنې پټلۍ د چارو افغاني کولو په دوام؛ له منصور فاتح شرکت سره د تخنیکي ملاتړ تړون لاسلیک شو.

 

یاده دې وي چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره د دې پروژې د ټولو چارو پرمخ وړلو ته پوره چمتوالی لري او د مسؤلیتونو په خپلولو سره به هڅه وکړي سوداګرو ته لا ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي.

حماد

Leave a reply