د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د داخلي تولیداتو له اتحادیو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه وکتل.
د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د داخلي تولیداتو له اتحادیو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه وکتل.
28 دسمبر 2022
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې عمومي رییس ډاکټر عبدالباري عمر تیره ورځ په خپل کاري دفتر کې د متشبیثیو او داخلي تولیداتو د اتحادیو له استازو سره وکتل.
په دغې کتنه د خوړو او درملو ملي ادارې مشر هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هغو پر وړاندې ستونزې او مشکلات واوریدل.
په ورته وخت کې عبدالباري عمر د درملو د برخې پانګوالو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د قانون او معیار له مخې به پانګه والو ته سهولتونه برابر کړي.
عبدالباري عمر همدا رنګه د درملو د کیفیت او معیار ترڅنګ، داخلي تولیداتو په پرمختګ ټینګار وکړ او زیاته کړه چې په دې برخه کې باید د نړیوالو قوانینو او معیارونو پر اساس ډیر کار وشي.
اړوند موضوعات
د اسلامي امارت د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست نن ورځ د فرانسې MDM مؤسسې له مسؤلینو سره وکتل.
پر همدې مهال یادو اتحادیو د ادارې په پرمختګ کې د خوړو او درملو ملي ادارې عمومي رییس هڅې وستایلې، د ادارې د اصولو او قوانیو د عملي کولو ترڅنګ یې د ادارې او خصوصي سکتور په همغږۍ یې ټینګار وکړ او یاده ناسته په دعایه کلام سره پای ته ورسیده.