د نړۍ هیوادونه په شریکه د افغانستان بحران مخنیوې کولې شي: ډاکټر اسد مجید خان

0
199

باغي ټي وي رپورټ
پاکستان د یو مسلمان ګاونډي هیواد په افغانستان کښې د امن او خوشحالۍ لپاره همیشه په هرپلیټ فارم آواز اوچت کړې دې، د پاکستان په کوم هیواد کښې چې هم سفیر دې هلته نه ی د افغانستان د تل پاتې امن او ترقۍ لپاره غږ پورته کړې دې او د نړۍ هیوادونو نه ی هم غوښته کړې چې د افغانستان امن لپاره آواز اوچت کړي.

په امریکا کښې د پاکستان سفیر ډاکټر اسد مجید په یو بیان کښې ویلي دي چې د نړۍ ټولو هیوادونو له به په شریکه کار کول وی چې افغانستان د یو لوی انساني او د کډوالو د بحران نه د بچ کړي، دوی ویلي چې افغانستان یواځې نه دي پریښودل په کار ځکه چې که یواځې پریښودل شی نو لکه د وړاندې په شان به په افغانستان کښې یو ځل بیا انساني بحران راشي.
نوموړي دا خبرې د تیر زیارت په ورځ په پنسلوانیا پوهنتون کښې د نړیوالو اړیکو څانګې د سیوري لاندې پاک امریکا اړیکو او د ا فغانستان په اوسني پیشرفت او سباون په سرخط ویبنار کښې وکړه.
د اې پي پي رپورټ مطابق ډاکټر اسد مجید خان د افغانستان د سباون په شمول د افغانستان په موجوده صورت حال د پاکستان دریځ رامخې ته کړو او یو ځل بیا ی اوویل چې د پاکستان د اول نه دا بیان او دریځ دې چې د افغان مسله حل د فوځي طاقت له لارې نه شي راویستلې او ددې ستونز حل دې د سیاست او خبرو اترو له لارې را او ویستل شي.
نوموړی اوویل چې پاکستان په افغانستان کښې امن غواړي او غواړي چې دا خاوره د بل کوم هیواد په ضد استعمال نه شي. دوی اوویل چې په افغانستان کښې د بشري حقونو او په خاصه توګه د ښځو حقونو احترام وکړۍ شي.
نوموړی دا هم اوویل چې په افغانستان کښې د اقتدار انتقال ډیرپه ښه طریقه وکړې شو، ده زیاته کړې چې د ترهګرۍ په ضد جنګ کښې ډیرې قربانۍ پاکستان حکومت او پاکستاني اولس ورکړي دي.

Leave a reply