د روغتیا نړیواله اداره: وروستیو کې مو افغانستان ته ۱۸۵ ټنه روغتیايي توکي لېږلي دي

د روغتیا نړیواله اداره: وروستیو کې مو افغانستان ته ۱۸۵ ټنه روغتیايي توکي لېږلي دي
د روغتیا نړیوالې ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې له اګسټ میاشتې نیولې بیا تر پرون شنبې یې افغانستان ته ټولټال ۱۸۵ ټنه روغتیايي توکي لېږلي دي او لا به یې مرستې ادامه لري.
(2021 / 10 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
د روغتیا نړیواله اداره وایي په وروستیو دوو میاشتو کې یې افغانستان ته لسګونه ټنه روغتیايي توکي لېږلي دي.
د روغتیا نړیوالې ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې له اګسټ میاشتې نیولې بیا تر پرون شنبې یې افغانستان ته ټولټال ۱۸۵ ټنه روغتیايي توکي لېږلي دي او لا به یې مرستې ادامه لري.
دغه اداره وایي چې وروستی پرواز یې د شنبې په ورځ تر سره شوی دی چې څوارلس ټنه لومړني روغتیايي توکي یې پکې لېږدولي دي.
د روغتیا نړیوالې ادارې تر دې وړاندې هم ویلي وو چې په افغانستان کې روغتیايي توکو او د روغتونونو د فعال ساتلو جدي اړتیا ده، نو ځکه به په دې برخه کې خپلې مرستې ډېروي او د لا ډېرو مرستو د جذب لپاره به هڅې کوي.



