د ترکیې او روسیې ولسمشرانو خبرې سره کړي دي

د ترکیې او روسیې ولسمشرانو خبرې سره کړي دي
د ترکیې ولسمشر رجب ظیب اردغان له خپل روسي سیال ولادي میرپوتین سره ټلفوني خبرې کړي دي او ویلي یې دي چې د سوریې له ادلیب ښار څخه باید پاتې نور ترهګر هم وایستل شي.
(2021 / 10 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
د ترکیې ولسمشر رجب ظیب اردغان له خپل روسي سیال ولادي میرپوتین سره ټلفوني خبرې کړي دي او ویلي یې دي چې د سوریې له ادلیب ښار څخه باید پاتې نور ترهګر هم وایستل شي.
په دغه ټلفوني اړیکه کې د سیمې پر روان وضعت، دوه اړخیزو اړیکو، او سوریې په اړه بحث شوی دی.
دواړو لوریو ټینګار کړی چې د سوریې له ادلیب ښار څخه پاتې ترهګر باید وایستل شي او پر ضد یې قوي عملیات ترسره شي.
دوی د روسیې د ادلیب ښار نه د ترهګرو ډلو د وتلو او ځپلو په اړه پر ګډه مبارزه ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ادلیب ترهګر د ټولې سیمې لپاره خطر پېښولی شي او باید پر وړاندې یې ګډ کوټلي ګامونه واخستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې او روسیې اړیکو په دې وروستیو کې امریکا اندېښمنه کړې ده او ویلي یې دي چې ترکیه له روسیې څخه باید ایس ۴۰۰ دفاعي سیستم ونه پیري کنه امریکا به بندیز پرې ولګوي؛ خو د ترکیې ولسمشر بیا د دغه سیتسم د پیردولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دا سیستم کولی شي د امریکا پر وړاندې هم ودرېږي.





