د سندهه هائي کورټ صوبايي حکومت ته امر کړی چې په څلورو میاشتو کې دننه د ځانګړو خلکو استخدام بشپړ کړي
باغي ټي وي رپورټ
کراچۍ: د سندهه هائي کورټ صوبايي حکومت ته امر کړی چې په څلورو میاشتو کې دننه د ځانګړو خلکو استخدام بشپړ کړي.
سنده هائي کورټ کښې د سنده حکومت په مختلفو محکمو کښې خاص کسانو ته د کوټې نوکرې نه ورکولو د مقدمې اورېدنه شوې چې پکښې د سندھ ایڈیشنل ایڈووکیټ جنرل عدالت کښې حاضر شو.
د اورېدنې په مهال عدالت په حکومتي نوکرو کې د خاصو کسانو په کوټه باندې عمل نه کولو باندې د سنده حکومت غصه څرګنده کړه او حکم يې ورکړ چې په څلورو مياشتو کې د خاصو کسانو د کوټې د بحالۍ عمل مکمل کړي.
عدالت ویلي په ټولو ډیپارټمنټونو کې دې د خاصو کسانو د ګومارلو عمل په دوه هفتو کې پیل کړل شي، په دې اړه ایڈیشنل ایڈووکیټ جنرل وویل چې په کومو ډیپارټمنټونو کې چې خالي اسامۍ دي په دې څوکیو تقررۍ وشي،د سندهه حکومت د خاصو کسانو کوټه تر څه حده عملي کړې ده.