د پنجاب ګورنر بليغ الرحمان وئيلي دي چې پنجاب کښې د ګورنر راج نه راوستلو کوشش روان دے ولې گورنر راج هم د آئين برخه ده

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب ګورنر بليغ الرحمان وئيلي دي چې پنجاب کښې د ګورنر راج نه راوستلو کوشش روان دے ولې گورنر راج هم د آئين برخه ده۔
بليغ الرحمان د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک کښې د خبرو په وخت وويل که پرويز الهي د اعتماد ووټ واخلي نو د پنجاب اسمبلۍ منحل کولو حق لري۔
هغه وويل په پنجاب کې دگورنر راج د نه راوستلو لپاره هڅې روانې دي خو ګورنر راج هم داساسي قانون برخه ده، وزيراعظم گورنر لرې کولى شي خو صدر ی نۀ. شی لرې کولې
ګورنر پنجاب د وزيراعلي د نا اهلۍ په عمل کښې د شامل بيوروکريټانو په ضد د کارروائيو په اړه ناپوهي څرګنده کړه او ويې ويل کله چې چيف سيکرټري زما حکم ترلاسه کړ نو قانوني مشوره يې وکړه، هغه اوویل چې د سيکرټري د معطلۍ په اړه ماته علم نشته ، که د چيف سيکرټري لخوا حکم ورکړے شوے وو نو ډپټي سيکرټري ولې معطل کړے شو؟





