له اغزن سیم څخه تېر کړل شوی ماشوم اوس له خپل مور پلار سره یو ځای شوی دی

له اغرن سیم تېر کړل شوی ماشوم اوس له خپل مور او پلار سره یو ځای شوی دی
هغه مهال چې طالبان کابل ته دننه شول یو شمېر عامو افغانانو له افغانستان څخه د تېښتې په موخه د کابل په هوايي ډګر هجوم ورؤړ، چې یو سمېر افغانانو د ګڼه ګوڼې او هوايي ډزو له امله ووژل شول، ځینې ټپیان او ځینې هم له افغانستان څخه په تېښته بریالي شول.
د دغو افغانانو منځ کې داسې افغانان هم ؤ چې خپل اولادونه یې ورک کړل…
(2021 / 10 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
هغه مهال چې طالبان کابل ته دننه شول یو شمېر عامو افغانانو له افغانستان څخه د تېښتې په موخه د کابل په هوايي ډګر هجوم ورؤړ، چې یو سمېر افغانانو د ګڼه ګوڼې او هوايي ډزو له امله ووژل شول، ځینې ټپیان او ځینې هم له افغانستان څخه په تېښته بریالي شول.
د دغو افغانانو منځ کې داسې افغانان هم ؤ چې خپل اولادونه یې ورک کړل، د دغو افغانانو له ډلې یوه جوړه یې هم حمید او سادیا ؤ چې د ګڼه ګوڼې له امله یې کوجنی ماشوم تری تم شو.
څو ورځې وروسته د دوی ماشوم په انځورونو کې ولیدل شو چې امریکايي عسکر یې یو د بل په مرسته له اغزن سیم څخه اړوي.
دوی وايي چې ماشوم یې دوی ته امریکا کې سپارل شوی او اوس په ډېرې خوښۍ ورسره د امریکا په آریزونا آیالت کې ورسره ژوند کوي.
د یادونې وړ ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال دوه زړۀ بوږنووکې پېښې هم ثبت شوې چې یوه یې د افغانانو په الوتکه پسې نښتل او بیا غورځېدل او بله هم په کابل هوايي ډګر د داعش ډلې برید ؤ چې زیات شمېر افغانان پکې ووژل شول.





