د ا.ا.ا له تاجکستان او چین سره په پوله ځانګړي ځواکونه ګومارلي دي

0
92

د ا.ا.ا له تاجکستان او چین سره په پوله ځانګړي ځواکونه ګومارلي دي

د بدخشان والي ویلي چې تازه یې له تاجکستان او چین سره په پوله ځانګړي ځواکونه ګومارلي دي.

د بدخشان د والي مرستیال نثار احمد احمدي رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې تازه یې تاجکستان او چین سره په پوله د منصوري ځواک ځانګړي ځاکونه په دنده ګومارلي تر څو د دغو پولو ساتنه وکړي.

 

 

(2021 / 10 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)

د بدخشان والي ویلي چې تازه یې له تاجکستان او چین سره په پوله ځانګړي ځواکونه ګومارلي دي.

د بدخشان د والي مرستیال نثار احمد احمدي رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې تازه یې تاجکستان او چین سره په پوله د منصوري ځواک ځانګړي ځاکونه په دنده ګومارلي تر څو د دغو پولو ساتنه وکړي.

نوموړي ویلي چې دغه ځواکونه په ځانګړي ډول روزل شوي او په سختو عملیاتو کې یې ونډه اخستې ده.

د دۀ په وینا چې په دې وروستیو کې د افغانستان شمالي ګاونډیانو اندېښنه لرله چې د افغانستان له لارې به د دوی هېوادونو ته ترهګرې ډلې دننه شي او د دوی امنیت ته به ګواښ پېښ کړي؛ تازه د ا.ا.ا دغو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې دوی سره پر پوله یې ځانګړي ځواکونه ګومارلي او هېچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې بل څوک وننګوي.

تر دې وړاندې داسې راپورنه ورکړل شوي ؤ چې تاجکستان افغان پولې ته څېرمه نظامي تمرینات پیل کړي دي.

Leave a reply