د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله اخندزاده د حکم پر اساس پخوانۍ مالي جریمې د سوداګرو د پیاوړتیا لپاره معاف کیږي.

د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله اخندزاده د حکم پر اساس پخوانۍ مالي جریمې د سوداګرو د پیاوړتیا لپاره معاف کیږي.
25 دسمبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت له لوري په هیواد کې د صنعت د ودې او سوداګرو ملاتړ په موخه د مالي جرایمو معافیت، د صنعت او تجارت ملاتړ تر عنوان لاندې غونډه نن د ارګ په سلام خونه قصر کې ترسره شوه.
یاده غونډه کې د اسلامي امارت د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د اسلامي امارت د مشرتابه شیخ هبة الله اخندزاده د حکم پر اساس پخوانۍ مالي جریمې د سوداګرو لپاره معاف کیږي او موخه یې ترینه د سوداګرو پیاوړتیا او تشویق دی.
د دغه خبرو په دوام د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په شفاف ډول د مالیاتو راټولولو او بېرته مصرفولو ډاډ ورکړ او ویې ویل، اسلامي امارت په یو بېساري اقدام کې پخوانۍ مالي جریمې د سوداګرۍ او صنعت د پیاوړتیا لپاره معاف کوي.
اړوند موضوعات
اسلامي امارت په ارګ کې د مالي جرایمو د معافیت او له صنعت او سوداګرۍ څخه د ملاتړ غونډه ترسره کړی.
نوموړي له سوداګرو غوښته وکړه، چې پر وخت د مالیې تحویلولو په برخه کې د اسلامي نظام تقویت کې برخه واخلي.
حماد






