ستره محکمه: خوست او لغمان کې پر ۱۰ تنو باندې د جرمونو او اخلاقي فساد له امله شرعي حد او سزا پلي شوه.

ستره محکمه: خوست او لغمان کې پر ۱۰ تنو باندې د جرمونو او اخلاقي فساد له امله شرعي حد او سزا پلي شوه.
24 دسمبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې محکمې ولایتي څانګو خوست او لغمان کې پر لسو تنو د جرمونو او اخلاقي فساد له امله شرعي حد او سزا پلي کړی.
خبر زیاتوي: د خوست ولایت استیناف محکمې په انګړ کې 9 مجرمینو ته چې 8 یې نارينه او يوه ښځه وه د نامشروع اړیکو لرلو په جرم تعزيري سزا ورکړل شوه.
او همدا راز د لغمان ولایت د استیناف محکمې د خبر پر اساس د دغه ولایت الینګار ولسوالۍ کې هم یو تن چې د غلا په تور نیول شوی و، د دغه محکمې له لورې په عام محضر کې د ۳۹ درو سزا ورکړل شوه.
یادو غونډو کې د یادو ولایتونو د استیناف محکمو رئیسانو، نورو مسؤلینو او ولسي خلکو ګډون کړی وو.
د خوست ښاري ابتدائيه محکمې رئیس مولوي عزيز احمد راشد د يادې محکمې د جزاء ديوان حکم د محکومینو او حضارو په وړاندې ابلاغ کړو او زياته يې کړه، د دې لپاره چې په ټولنه کې د فسق ،فساد فحشاء او جرایمو مخنیوی شوی وي او همدا جزاء د دوی لپاره د اصلاح او د نورو لپاره د عبرت سبب وگرځي نو دوی په یاده جزاء محکوم شول.
اړوند موضوعات
ستره محکمه: ارزګان او بدخشان کې نیږدې په ۵۰ کسانو د بیلابیلو جرمونو په سبب شرعي حدود پلي شوي.
ده وویل چې مجرمینو په خپلو جرایمو اعتراف او اقرار لرلو او هم په ذکر شوي حكم قناعت لري او بله
محکمه نه غواړي؛ نو د اسلامي شريعت د احکامو مطابق باید دا حكم تطبيق شي.
حماد