په بنو کې د عملیاتو نه وروسته کالعدم تحریک طالبان پاکستان یو ځل بیا په پاکستان کې د ریاستي واکمنۍ د ننګولو ماحول جوړ کړی دی

0
220

باغي ټي وي رپورټ
په بنو کې د عملیاتو نه وروسته کالعدم تحریک طالبان پاکستان یو ځل بیا په پاکستان کې د ریاستي واکمنۍ د ننګولو ماحول جوړ کړی دی. په بنو کې د ترهګرو پر ضد عملیاتو د ترهګرۍ پر وضعیت ډراماتیک اغېز کړی دی. دپوځي سرچينو ترمخه دبنو عملياتو وروستو دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منير دوزيرستان اؤ ايس ايس جي هيډکوارټرز دوره ډيره مهمه ده. کارپوهان وايي چې د پاکستان کالعدم تحریک د بنو په عملیاتو کې د ګڼ شمیر ترهګرو وژل کیدل خپله ستره ضایعه ګڼي.
د پوځي سرچينو ترمخه په بنو کې د اهلکارو د يرغمل نيولو نه پس ترسره شوؤ کلين اپ اپريشن به د تاريخ تر ټولو کامياب عملياتو کې ليکل کيږي چې پکې د کوم بل فکټور فشار نه دی اخستل شوی. د کامياب عملياتو وروستو د پوځ مشر د ايس ايس جي او وزيرستان دوره وکړه چې پوځ، خلکو او ترهګرو ته يې ډېر سخت پيغام ورکړو. په دغه ليدنه کې دپوځ سرلښکر څرګنده کړه چې وسله وال ځواکونه به دترهگرو لخوا پيل شوې جگړه دترهگرو ځالې په نخښه کوي. دپوځ سرلښکر دترهه گرۍ دمخنيوي دمخنيوي کولو پيغام هم ورکړو.
د پوځ سرلښکر د بنو عملیاتو اتلان ایس ایس جی کمانډوز د پیشو په توګه وبلل. دپوځ سرلښکر عزم واضحه کړه چې بنو اپریشن به دترهه ګرۍ په ضد دجګړې اخري نقطه وي.

Leave a reply