د کندهار والي د کندهار ښار له صرافانو سره لیدلي دي

0
222

د کندهار والي د کندهار ښار له صرافانو سره لیدلي دي

 د کندهار والي د کندهار ښار له صرافانو سره لیدلي دي او د هغوی د ستونزو د حل په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

د لیدنې پر مهال د کندهار والي د صرافانو ستونزې اورېدلي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې دوی کلونه کلونه د همدې لپاره مبارزه کړې چې حق حقدار ته وسپاري.

 

 

(2021 / 10 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)

 د کندهار والي د کندهار ښار له صرافانو سره لیدلي دي او د هغوی د ستونزو د حل په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

د لیدنې پر مهال د کندهار والي د صرافانو ستونزې اورېدلي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې دوی کلونه کلونه د همدې لپاره مبارزه کړې چې حق حقدار ته وسپاري.

دغه لیدنه چې نن د شنبې ورځ د کندهار ړلایت مقام کې ترسره شوه صرافانو خپلې ستونزې د کندهار والي محمد یوسف وفا سره شریکې کړې، د کندهار صرافانو وویل چې اوس هم یړ شمېر کړۍ شته چې دوی ته د کار خنډ کرځي او د باج ګیرۍ په شکل له دوی پیسې اخلي.

د کندهار والي امر کړی چې د کندهار ښار د صرافانو ژوند ته دې جدي پام لرنه وشي او د امنیت خوندیتوب په اړه دې کوټلي ګامونه واخستل شي.

همدارنګه ښاغلي وفا یادونه کړې چې د دوی د کلو کلونو مبارزه یوازې د دې لپاره وه چې حق حقدار ته وسپارل شي او مظلم د ظالم له زور څخه خلاص کړي.

تر دې وړاندې هم د کندهار والي پخپلو سرتېرو غږ کړی ؤ چې هېڅوک حق نلري د چا کور ته داخل شي او شخصي مالونه یې ترې واخلي.

Leave a reply