ټرمپ د ټویټر ادارې ته عریضه وړاندې کړې ده

0
98

ترمپ د ټویټر ادارې ته عریضه وړاندې کړې ده 

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټویټر ادارې ته د یوۀ قاضي په لاس عریضه لېږلې او ترې غوښتي یې دي چې د دۀ اکونټ دې بېرته فعال او دۀ دې وسپاري.

 

 

(2021 / 10 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټویټر ادارې ته د یوۀ قاضي په لاس عریضه لېږلې او ترې غوښتي یې دي چې د دۀ اکونټ دې بېرته فعال او دۀ دې وسپاري.

ټرمپ په یاده عریضه کې لیکلي دي ” عجیبه ده افغانستان کې د طالبانو د فتحې خبرې رښتیا او سمې دي؛ خو زما بیا ګمراه کوونکې” .

همدارنګه ټرمپ له قاضي څخه غوښتي چې په ټویټر ادارې فشار راوړي چې د دۀ اکونټ بیرته  دۀ ته وسپاري.

د ټرمپ ټویټر هغه مهال د ټویټر ادارې له خوا وتړل شو چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال ښاغلي ټرمپ په پروپاګندوونکي حالت خپل کمپاین د ټویټر له لوري مخته ووړ.

د ټویټر ادارې تر اوسه د ټرمپ د دغې عریضې په هکله څه ندي ویلي؛ خو وړاندې تر دې ټرمپ ویلي ؤ چې بیابه هېڅکله هم ټویټر ته بیرته را ونه ګرځي او په وینا یې چې خپله به ټویټر ته ورته رسنۍ جوړوي.

Leave a reply