د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر شهباز ګل د ادارو او د هغوی د مشرانو پرضد بغاوت ته د هڅولو په قضیه کې ګرفتارۍ وارنټ جاري شوې دې.

0
151

باغی ټي وي رپورټ

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر شهباز ګل د ادارو او د هغوی د مشرانو پرضد بغاوت ته د هڅولو په قضیه کې ګرفتارۍ وارنټ جاري شوې دې.
د اسلام آباد په ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ کښې د شهباز ګل خلاف د غدارۍ مقدمې اورېدنه د ايډيشنل سيشن جج طاهر عباس سپرا وکړه.
د شهباز ګېل د وکيلانو لخوا نن د حاضری نه د استثنیٰ درخواست جمع کړے شوے وو چې پکښې اسپيشل پراسيکيوټر راجه رضوان عباسي وئيلي وو چې شهباز ګيل ډيره بې پروايي کړې ده۔
ځانګړي څارنوال ویلي چې د شهباز ګیل غیر حاضري د معافیت غوښتنه نه، بلکې له محکمې سره ټوکه ده.
د شهباز ګېل وکيل شهريار طارق عدالت ته وويل چې د جسماني ريمانډ په مهال يې د موکل طبي معاينه شوي، طبي معايناتو کې د شهباز ګيل د ناروغۍ تشخيص شوی، د مقدمې ځنډولو لپاره د شهباز ګيل د ناروغۍ خبره نه ده شوې، شهباز ګېل له يو نه زياتې روغتيايي ستونزې لري، شهباز ګيل د دولتي هسپتال د ميډيکل رپورټ په اساس شهباز ګيل ته د ظهور نه استثنیٰ ورکړې شوې وه، شهباز ګيل اوس هم په هسپتال کښې دی، د ميډيکل رپورټ له مخې شهباز ګيل د ډسمبر په اوومه د ساهې په مرض اخته دے. د اکسیجن ماسک
وکيل شهر يارطارق زياته کړه چې دوي دعدالتي کارروايۍ نه تيښته نۀ کوي، هسپتال ديو زندان په شان دى، د شهباز ګيل داستثنائي درخواست دې نن منظور کړل شي، شهباز ګيل به په راتلونکې اوريدنه کې عدالت ته حاضريږي چې صحت يې ښه شي. هغه زياته کړه چې شهباز ګېل پخوا هم عدالت ته وړاندې شوى دى، د شهباز ګېل د روغتيا له امله هغه ته دا مهال عدالت ته د حاضرېدو اجازه نه ورکوي. قاضي پوښتنه وکړه چې لاهور کې د سموګ ستونزه ده، شهباز ګېل ولې پمز روغتون ته نه راځي او درملنه يې نه کوي؟ په دې اړه د هغه وکيل وويل چې شهباز ګېل په اسلام اباد کې استوګنه نه لري، د شهباز ګيل کورنۍ وايي چې د تورن د اکسيجن ليول پورته او ښکته کېږي.
د ايډيشنل سيشن جج پوښتنه وکړه چې شهباز ګېل ته د څو ورځو استراحت سپارښتنه شوې ده؟ په دې اړه د هغه وکيل وويل، معلومه نه ده چې د څو ورځو د استراحت سپارښتنه شوې ده. قاضي وویل چې ایا محاکمه تر نامعلومې مودې وځنډول شي. څو ورځې استراحت ذکر شوی دی؟ وکیل وویل که په لاره کې شهباز ګېل ته څه پیښ شي نو زه به ورته د راتلو مشوره ور نه کړم. قاضي طاهر عباس سپرا وويل چې د ضمانت ترلاسه کولو وروستو شهباز ګېل په مکمله توګه روغ رمټ ښکاري، شهباز ګيل په ټولو سياسي فعاليتونو کې برخه اخستې ده، داسې ښکاري چې شهباز ګيل نه غواړي چې مقدمه پرمخ لاړه شي؟
عدالت ویلي د شهباز ګېل د ضمانتي ګرفتارۍ وارنټ جاري شوی، شهباز ګېل دې د دوه لاکه روپو ضمانتي مچلغو جمع کړي او په راتلونکې پیشي کې دې حاضري یقیني کړي.

Leave a reply