ترکیې په افغانستان کې د طالبانو له لورې د نجونو د لوړو زده کړو د بندیز په اړه غبرګون ښودلی.

0
177

ترکیې په افغانستان کې د طالبانو له لورې د نجونو د لوړو زده کړو د بندیز په اړه غبرګون ښودلی.

22 دسمبر 2022

 

ترکیې په افغانستان کې د نجونو د لوړو زده کړو د بندیز پر پرېکړه اندیښنه څرگنده کړې ده.

 

د ترکیې بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې تعلیم د هر انسان حق دی او هیڅ څوک باید ترې بې برخې نشي.

 

دغه وزارت زیاته کړې چې د هر هیواد د سوکالۍ او ښه راتلونکي لپاره د ټولو نجونو تعلیم اساسي اړتیا ده.

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې چې ددې پرېکړې د اصلاح لپاره ژر تر ژره اړین ګامونه واخیستل شي.

اړوند موضوعات

پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو لخوا د انجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازو تړلو خواشیني ښودلې.

 

یاده دې وي چې د اسلامي امارت له لورې د نجونو پر لوړو زده کړو د بندیز وروسته یاد سرپرست حکومت د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو د غبرګونونو سره مخ شوی.

Leave a reply