د اسلام اباد یوې محکمې یوې ښځینه قاضي ته د ګواښلو په قضیه کې عمران خان احضار کړې دې

باغي ټي وي رپورټ
د اسلام اباد یوې محکمې یوې ښځینه قاضي ته د ګواښلو په قضیه کې عمران خان احضار کړ. د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د زنانه جج ته د ګواښلو په مقدمه کښې د جنورۍ په اتلسمه نيټه احضار کړے دے په کوم کښې چې سينئر سول جج رانا مجاهد پخواني وزيراعظم ته نوټس جاري کړے دے۔
د دې نه علاوه اسلام آباد پوليس د مقدمې چالان عدالت کښې جمع کړې دې۔ باید وویل شي چې عمران خان په اسلام اباد کې د یوې غونډې پر مهال یوې ښځینه قاضي ته ګواښ وکړ او وروسته یې له محکمې بښنه وغوښته.
د پي ټي آئي چيئرمېن هم د ليډي جج عدالت ته حاضر شوې وو چرته چې هغه د عدالت عملې نه وغوښتل چې ليډي جج ته دې د معافۍ په اړه خبر ورکړي۔






