باغی ټي وي رپورټ
کراچۍ: په سندهـ کې د غیرقانوني بهرنیانو د ویستلو پریکړه شوې ده. د سندهـ وزيراعلي وياند له مخې د دفاع وزير خواجه اصف د وفاقي وزيرانو يو پلاوي سره د وزيراعلي مراد علي شاه سره ليدلي، ملاقات د اولډ ټرمينل ون په كنفرنس روم كښې وشو۔
د وفاقي وزيرانو په پلاوي کې د مملکت وزير مصدق ملک او د هاوسنګ او ورکس وفاقي وزير عبدالواسع هم شامل وو. په دې موقع خواجه آصف اوويل چې د موجوده اقتصادي حالاتو ښه كولو لپاره د انرجي تحفظ ډير ضروري دي، په هېواد كښې د لمر وړانګې زياتې استعمال كړې شي نو انرژي خوندي كولې شي۔
خواجه اصف ویلي چې د دفتر ساعتونه باید د سهار له اتو بجو څخه د مازدیګر تر څلورو بجو وي، د نړۍ بازارونه ژر تړل کېږي. د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملک وئيلي دي چې مونږ د پټروليم درآمداتو بل کم کړو کوم چې ورځ په ورځ زياتيږي۔ د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه وئيلي دي چې د واده هالونو، مارکيټونو، ريستورانونو د شپې لس بجې د بندولو دپاره د تنظيمونو سره د خبرو ضرورت دی، دا زمونږ ملک دی او د اقتصادي بحران نه د وتلو دپاره بايد ټول په ګډه کار وکړو. به په غونډه كښې دا فيصله هم وشوه چې سنده ته په غيرقانوني توګه راغلي بهرنيان به هم واپس كولې شي.
سندهه کې د غیرقانوني بهرنیانو د ویستلو پریکړه شوې ده










Leave a Reply