پاکستانۍ فلم جویلینډ د نړۍ تر ټولو سترو جایزو، آسکر ایوارډ لپاره شارټ لیست شوی دی.

باغی ټي وي رپورټ
پاکستانۍ فلم جویلینډ د نړۍ تر ټولو سترو جایزو، آسکر ایوارډ لپاره شارټ لیست شوی دی.
جویلینډ د 92 هیوادونو څخه د غوره نړیوال فیچر فلم کټګورۍ کې شارټ لیست شوی.
د جویلینډ اجراییوي پروډیوسر ملالې یوسفزۍ ډایرکټر صاعم صادق ته تلیفون وکړ چې هغې ته مبارکي ورکړي.
ملالې یوسفزۍ هم د آسکر جایزې لپاره په شارټ لېسټ کې د شاملېدو خوښي څرګنده کړه.
ملاله وايي چې د جویلینډ د آن سکرین او آف سکرین دواړو ټیمونو په زړه پورې کار کړی دی.
د یادونې ده چې د سندهـ هائي کورټ د فلم د ریلیز خلاف درخواست رد کړی وو او د فلم “جوی لینډ” په ضد د درخواست په اړه محفوظه فیصله ئې کړې وه.
د سندهـ هائي کورټ کښې د فلم جوائي لينډ د درخواست په ضد اوريدنه شوې چې پکښې عدالت د فلم جوائي لینډ د ریلیز په ضد محفوظه پریکړه کړې ده.
د اورېدنې په مهال عدالت وويل چې غير ضروري سانسور د ټولنې ساه بندوي، غير ضروري سانسور د ټولنې خلقت مخه نيسي.






