د پنجاب وزيراعلي پروېز الهي تر اوسه نه د باور رايه ترلاسه کړې ده او نه هم د هغه د لرې کولو ګواښ عملي شوی دی
باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب وزيراعلي پروېز الهي تر اوسه نه د باور رايه ترلاسه کړې ده او نه هم د هغه د لرې کولو ګواښ عملي شوی دی.
تيره ورځ دحکومتي ايتلاف له لوري دپنجاب وزيراعلي پرويز الاهي دبې اختياره کولو فيصله شوې وه.
په دې لړ کې د کورنيو چارو وفاقي وزير راناثنا الله نن له شاهزيب خانزاده سره په خبرو کې وويل چې د پنجاب ګورنر د پرويز الهي د لرې کولو حکم جاري کولو سره به کابينه ړنګه شي او وفاقي حکومت ته به د گورنر راج لګولو لپاره ليکلې شي.
رانا ثناءالله وويل چې که په قومي اسمبلۍ او سينيټ کې قرارداد وړاندې کړل شي نو په سمدستي توګه به گورنر راج نافذ شي، گورنر راج به د 2 مياشتو لپاره وي چې د 6 مياشتو لپاره وغځول شي. له همدې امله دوی لا دمخه شور کوي.
له بلې خوا عطا تارړ وايي، چې والي د باور رايې د نه اخيستلو له امله هر وخت پروېزاللهي له دندې ګوښه کولای شي، هغه وویل چې ګورنر دې په دې مجبور نه شي چې نن ی ګوښه کوي یا بله ورځ.
بل لوري ته دپنجاب وزيراعلي پرويز الاهي د ډي نوټیفایی کیدو وروستو پي ټي ائي دپنجاب ګورنر د کور ته لیګلو فيصله کړې ده.
د پي ټي ائي مشر فواد چوهدري وئيلي دي که چيرته وزيراعلي ډي نوټيفایی شي نو صدر به اول د پنجاب ګورنر له څوکۍ لرې کوي او د شپږم مادې مقدمه به هم جوړيږي۔
بلخوا د پي ټي آئي غړو دا هم وئيلي دي چي پنجاب کښي د عدم اعتماد تحريک نه پس د عمران خان د جمعي په ورځ د اسمبلئ منحل کولو اعلان باندي عمل کول ناممکن شوي دي۔