پنجاب حکومت وياندې مسرت جمشيد چيمه وايي، که په پنجاب کې کوم غير آئيني ګام پورته شو نو د اساسي قانون د سرغړونې مقدمه به درج کوو.

0
102

باغی ټي وي رپورټ
لاهور: د پنجاب حکومت وياندې مسرت جمشيد چيمه وايي، که په پنجاب کې کوم غير آئيني ګام پورته شو نو د اساسي قانون د سرغړونې مقدمه به درج کوو.

په يو بيان کې د پنجاب حکومت وياند ويلي چې د پنجاب ګورنر د وزيراعلي د ګوښه کولو اختيار نه لري او ګورنر د اسمبلۍ غونډې په مهال د اسمبلۍ غونډې د بلولو واک نه لري.

ویاند ویلي چې راناثناالله پرون له خپل بیان څخه په تېښته بریالی شوی، که کوم غیرقانوني ګام واخیستل شو نو د هغه پرضد به د اساسي قانون ماتولو مقدمه درج شي.
مسرت جمشید چیمه وویل د پنجاب وزیراعلی ته د تحریک انصاف پوره ملاتړ حاصل دی او نن به د ګورنر هاؤس نه بهر د عوامو د اعتماد فیصله کوي.

Leave a reply