د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثناء الله ویلي دي چې چوهدري پروېز الهي د اعتماد رایه نه ده اخیستې نو هغه اوس د پنجاب اعلی وزیر نه دی
باغی ټي وي رپورټ
د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثناء الله وايي چې چوهدري پروېز الهي پرون د اعتماد رایه نه ده اخیستې، هغه اوس د پنجاب اعلی وزیر نه دی.
لاهور کښې ميډيا سره خبرو کښې رانا ثناء الله وويل د پنجاب ګورنر د وزيراعلې نه تر سبا پورې د اعتماد رايه اخستو غوښتنه کړې وه ولې هغه پرون د اعتماد رايه نه ده اخستې نو د آئين لاندې پرويز الهي نور نشته. د وزیر اعلی لخوا خبرتیا یوازې رسمي بڼه ده.
ده ووئيل چې د پنجاب ګورنر د آئين له مخې خپل اختيارات استعمالوي، كله چې د پنجاب ګورنر امر وكړي نو هغه به عملي كوي۔
ديوې پوښتنې په ځواب کې دکورنيو چارو وفاقي وزير وويل صدر دوزيراعظم له هداياتو پرته هيڅ ګام نۀ شي اخستى، دنوى وزيراعلي دټاکنې شيډول هم بايد گورنر ته ورکړل شي.
رانا ثناءالله وويل مونږ دانتخاباتو څخه دتيښتې کومه هڅه نۀ ده کړې، مونږ ټولټاکنو ته پوره تياريانې نيولي دي، مونږ دا مناسب نۀ ګڼو چې د نوازشريف د راستنيدو لپاره نيټې ورکړل شي، نواز شريف زمونږ مشر دى، هغه به راسره وي. د هغه د راتګ نېټه ولیکئ، خو موږ یې د هرکلي لپاره پوره چمتووالی نیولی دی.