وفاقي حکومت د پاکستان کرکټ بورډ (PCB) د 2019 کال اساسي قانون لغوه کړ او د 2014 کال اساسي قانون یې بحال کړو

0
188

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي حکومت د پاکستان کرکټ بورډ (PCB) د 2019 کال اساسي قانون لغوه کړ او د 2014 کال اساسي قانون یې بحال کړې دې.

دسرچينو ترمخه وفاقي کابينې دبين الصوبائي رابطې وزارت د سمري منظوري ورکړې اؤ دپي سي بي 2014 آئين بحال کړى دى.

سرچينې وائي وفاقي کابينې ددغه سمري منظوري دسرکوليشن له لارې کړې ده.د PCB د 2014 اساسي قانون له بحالۍ وروسته، د سی ای او پوسټ او د شپږ کرکټ ایسوسی ایشنونو سیسټم ختم شو، پداسې حال کې چې په هیواد کې ډیپارټمنټ کرکټ بحال شو.

ياده دې وي چې وزيراعظم شهباز شريف د رميز راجا د لرې کولو سره سره د پاکستان کرکټ بورډ د مشر په توګه د نجم سيټي د ټاکلو منظوري ورکړې ده.

د دې تر څنګ د پاکستان لومړي وزير او د پاکستان د کرکټ بورډ سرپرست شهباز شريف د کرکټ بورډ د چارو د سمبالولو لپاره ١٤ کسيزه کمېټه هم جوړه کړې ده.

Leave a reply