د پنجاب ګورنر بلیغ الرحمان د پنجاب اسمبلۍ سپیکر سبطین خان د تېرې ورځې حکم غیر آئيني بللی دی
باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب ګورنر بلیغ الرحمان د پنجاب اسمبلۍ سپیکر سبطین خان د تېرې ورځې حکم غیر آئيني بللی دی.
والي د اساسي قانون د 130 مادې د 7 بند له مخې حکم صادر کړ چې پکې راغلي چې دا د سپیکر دنده ده چې له اساسي قانون څخه دفاع وکړي او د قانون ساتنه وکړي.د پنجاب ګورنر وويل چې سپيکر بايد د آئيني ذمه وارۍ په سرته رسولو کې شخصي ترجيحات په نظر کې ونه نيسي، سپيکر پابند وي چې خپله دنده په ايماندارۍ او بې طرفۍ سره سرته ورسوي.
نوموړي زياته کړه چې سپيکر د اساسي قانون له مخې حلف اخيستى دى، هغه له دې نه انحراف نه شي کولى، سپيکر په فيصله کې غيرقانوني ټکي پورته کړي او د هاي کورټ کېس او منظور ويټو کېس غلط مثال وړاندې کړى دى.
ياده دي وي چي دپنجاب پخواني ګورنر دپنجاب وزيراعلي پرويز الهي د اسمبلئ نه د باور رايه اخستلو غوښتنه کړي وه ولي سپيکر د ګورنر لارښوونه غير آئيني بللو حکم جاري کولو سره غونډه را و نه غوښته.