دکورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې دپنجاب دگورنر دنوى اعلان وروستو به چوهدري پرويز الاهي نن وزيراعلي نۀ وي

0
82

باغي ټي وي رپورټ
لاهور: دکورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې دپنجاب دگورنر دنوى اعلان وروستو به چوهدري پرويز الاهي نن وزيراعلي نۀ وي

جيو نيوز سره خبرو کې دکورنو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې دپنجاب ګورنر به نن 4 بجو وروستو نوى نوټيفيکيشن جاري کوي چې دنوى اعلان له مخې به پرويز الهي وزيراعلى نۀ وي.
رانا ثناءالله وئيلي دي چې دپنجاب گورنر هم وزيراعظم ته دگورنر راج لگولو غوښتنه کولى شي.

د پي ټي آئي د چيئرمېن د ادعا شوې آډيو په اړه د پوښتنې په ځواب کې د کورنيو چارو وفاقي وزير وويل د عمران خان آډيو حقيقت دی، د عمران خان ويډيو هم شته، څه چې په آډيو کې دي هغه په ويډيو کې دي.
عدالت په خپله فيصله کې وويل چې اعظم سواتي دوه ځله يو شان جرم کړى دى نو د ضمانت درخواست يې رد کړى دى

Leave a reply