اسلام آباد عدالت د پي ټي آئي سينيټر اعظم سواتي د ضمانت درخواست مسترد کړے دے۔

باغي ټي وي رپورټ
د اسلام آباد عدالت د پي ټي آئي سينيټر اعظم سواتي د ضمانت درخواست مسترد کړے دے۔
سپېشل جج سنټرل اسلام آباد د اعظم سواتي د متنازع ټويټ مقدمې اورېدنه کړې چې پکښې اسپيشل پراسيکيوټر رضوان عباسي عدالت ته دلائل ورکړي چې پکښې د ټوئټر اکاونټ ويريفکیشن عمل وضاحت کړې دې۔
څارنوال وویل، د اعظم سواتي اکاونټ بلیو ټیک لري او د مشهورو سیاسي او ژورنالیستانو په ګډون مشهور شخصیتونه تعقیبوي، په داسې حال کې چې اعظم سواتي هیڅکله د خپل ټویټر اکاونټ نه انکار کړی دی. د اورېدنې په مهال د عوامي وکيل او پراسيکيوټر رضوان عباسي د اعظم سواتي د ضمانت د درخواست مخالفت وکړو.
د اعظم سواتي وکيل سهيل خان سواتي د اخري دلائل ورکولو په مهال وويل چې د سايبر کرائم مقدمه د ټويټ په سکرین شاټس نه جوړيږي او مقدمه په همدې بنياد جوړيږي.
عدالت د فریقینو دلائل اوریدلو نه پس د ضمانت درخواست په اړه خپله فیصله محفوظ کړې وه کومه کښې چې د اعظم سواتی درخواست رد کړی وو او څه موده پس ئي دا حکم اورولی وو.





