پخواني صدر اصف علي زرداري وئيلي دي چې پنجاب اسمبلۍ کښې د مسلم ليګ نون غړو شميره زياته ده او وزيراعلې د دوي حق دے

0
76

باغي ټي وي رپورټ
پخواني صدر اصف علي زرداري وئيلي دي چې پنجاب اسمبلۍ کښې د مسلم ليګ نون غړو شميره زياته ده او وزيراعلې د دوي حق دے

خپل بيان كښې پخواني اولس مشر ووئيل زما لپاره د حمزه شهباز او بلاول بهټو ترمېنځه كوم فرق نشته٬ حمزه شهباز زما لپاره له بلاول بهټو كم نه دى۔
ده ووئيل پنجاب اسمبلۍ كښې د مسلم ليګ (ن) غړو شميره زياته ده نو په پنجاب كښې وزيراعلي د دوي حق دې۔

ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې پخوانى صدر په پنجاب کې د وزيراعلي څوکۍ ترلاسه کولو لپاره فعال دى او د وزيراعلي لپاره د پيپلز ګوند حسن مرتضي په ګډون د دريو کسانو نومونه په سيالۍ کې دي.

خو اوس دغه راپورونه رد شوي دي.

Leave a reply