د پنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الهي د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) څخه په راتلونکو انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ په ١٥ او د صوبايي اسمبلۍ په ٣٠ څوکيو کې د سیټ ایډجسټمنټ غوښتنه کړې ده

باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الهي د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) څخه په راتلونکو انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ په ١٥ او د صوبايي اسمبلۍ په ٣٠ څوکيو کې د سیټ ایډجسټمنټ غوښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې د پرویز الهي او تحریک انصاف تر منځ په راتلونکو ټاکنو کې د څوکیو د تعدیل په اړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې. سرچينې وائي چې دپي ټي ائي هيئت به دپروېز الهي غوښتنې سره عمران خان ته ځي اؤ دعمران خان سره تر مشورې وروستو به دپي ټي ائي هيئت نن يو ځل بيا له پرويز الاهي سره ملاقات کوي. تيره ورځ د پي ټي آئي وفد د وزيراعلي پرويز الهي او مونس الهي سره ملاقاتونه کړي وو چي په راتلونکي انتخاباتو کښي د مسلم ليګ (ق) او تحريک انصاف ترمينځه د سيټونو د تعديل مسله هواره کړي۔
د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري وئيلي دي چې ملاقات کښې په قومي او صوبائي اسمبلو کښې د څوکيو په تعديل خبرې شوي دي۔ فواد چوهدري زياته کړه چې د څوکيو په اړه د خبرو دويم پړاو به نن کېږي چې د حلقو په فهرست به خبرې کېږي.






