له اوسني سیاسي وضعیت وروسته په پنجاب کې د نوي اساسي قانون د بحران وېره شته دې

0
98

باغي ټي وي رپورټ
له اوسني سیاسي وضعیت وروسته په پنجاب کې د نوي اساسي قانون د بحران وېره شته.
د پنجاب ګورنر بليغ الرحمان وزيراعلي چوهدري پرويز الهي ته د اعتماد رايه ورکولو هدايات کړې دې ولې د پنجاب اسمبلۍ سپيکر سبطين خان د غونډې بللو نه انکار کړے او غونډه د دسمبر تر ٢٣مې نيټې پورې ځنډولې ده۔
سبطين خان د پنجاب د ګورنر لخوا رابلل شوې غونډه غير آئيني وبلله او ويې ويل چې که يوه غونډه روانه وي نو بله غونډه نه شي رابللې.
په دې لړ کې د آئيني چارو کارپوهان وايي چې د پنجاب اسمبلۍ سپيکر دا غلط فهمي لري چې قانون د آئين نه بهر دی، د آئين له مخې د پنجاب ګورنر د وزيراعلي نه د اعتماد رايې اخستو غوښتنه کولی شي. د داخله چارو وزير رانا ثناءالله خبردارى ورکړى چې نن به د اعتماد رايه اخستلى شي که نه نو پروېز الهي به وزيراعلى پاتې نۀ شي.

Leave a reply