بلاول بهټو زرداري وئيلي دي امريکا سره دوه اړخيزه اړيکي پراخول غواړي

0
185

باغي ټي وي رپورټ
بلاول بوټو زرداري وئيلي دي امريکا سره دوه اړخيزه اړيکي پراخول غواړي، پاکستان د لوجستيکي او تجارتي مرکز کردار ادا کولى شي. د امريکې تھنک ټېنک غونډې ته په وينا کې د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو وويل په سيمه کې د امن او ثبات لپاره د امريکا هڅې د ستاينې وړ دي، پاکستان او امريکا په بېلابېلو برخو کې په ګډه پرمختگ کولى شي.
ده ووئيل چې په سيمه كښې امن د اقتصادي استحكام لپاره ضروري ده، د بنو په څېر پېښې د اندېښنې وړ دي، د انتها پسندۍ او په خاصه توګه د کالعدم تحريك انصاف په ضد كاروائي په سختۍ سره منع ده۔ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو ویلي چې د کورونا وبا له امله د سیمې اقتصاد ته زیان رسېدلی، د روان کال له جون څخه تر سپټمبر میاشتې پورې په پاکستان کې ریکارډ بارانونه شوي، په پاکستان کې د سېلابونو له امله ۳۳ میلیونه خلک اغېزمن شوي، چې د پاکستان لپاره تر ټولو لوی ننګونه له ستونزو سره مخ ده. د سیلابونو ناورین دی. بلاول بهټو وويل د سېلاب ځپلو د بيا بحالۍ لپاره د نړيوالې ټولنې همکارۍ ته اړتيا ده، زمونږ ټول تمرکز د سېلابونو له آفتونو سره په مقابله باندې دی، په راتلونکي کې د ممکنه چاپېريالي آفتونو سره مقابله او د متاثرينو سره مرسته کول يو چيلنج دی.

Leave a reply