ترکمستان: چمتو یو چې افغانستان کې تر لوی سياسي تحول وروسته د دغه هېواد حکومت سره همکاري وکړو

0
106

ترکمنستان: چمتو یو چې افغانستان کې تر لوی سیاسي تحول وروسته د دغه هېواد نوي حکومت سره همکاري وکړو

د ترکمنستان ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې موږ چمتو یو د افغانستان نوي حکومت سره ښې اړیکې ولرو او د دغه هېواد نوي حکومت سره همکاري وکړو.

 

 

(2021 /10 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)

د ترکمنستان ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې موږ چمتو یو د افغانستان نوي حکومت سره ښې اړیکې ولرو او د دغه هېواد نوي حکومت سره همکاري وکړو.

د یاد هېواد ولسمشر قربان علي بردي محمدوف ویلي چې دغه هېواد به افغانستان کې تر لوی سیاسي بدلون وروسته هم یاد هېواد سره ښې اړیکې ولري او له نوي حکومت سره به همکاري وکړي.

نوموړي ویلي چې موږ له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو یو؛ خو هېڅکله به د دغه هېواد کورنیو چارو کې لاس وهنه ونکړو.

تر دې وړاندې د تاجکستان هېواد ولسمشر ځو ځلي د طالبانو پر ضد څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې افغانستان کې د تاجک قوم حقوق تر پښو لاندې شوي دي.

د دۀ په وینا چې افغانستان کې ۴۶  سلنه تاجکان اوسي چې باید د دوی نفوس ته په کتلو دوی ته په دولت کې ځای ورکړي.

خو طالبانو د تاجکستان د ولسمشر دغه څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې په ښکاره لاس وهنه ګڼلې او ویلي یې دي چې که تاجکستان له خپلو دغو اقداماتو لاس وانخلي له سخت ځواب سره به مخ شي.

Leave a reply