ترکیه په افغانستان کې دننه بېځایه شویو کورنیو سره مرستې کوي

ترکیه په افغانستان کې دننه بېځایه شویو کورنیو سره مرستې کوي
د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی چې افغانستان کې دننه بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وکړي.
(2021 / 10 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی چې افغانستان کې دننه بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وکړي.
د دغې ټولنې مشر ویلي چې په افغانستان کې په کور دننه بېځایه شویو کورنیو ته بشري بېړنۍ مرسته رسوي.
دوی ویلي چې دغه مرستې به ډېر ژر د پاکستان له لارې ۱۶۰۰۰ کورنیو ته ورسوي.
ترکیې تر دې وړاندې هم د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته مرستې رسولي دي.
د ترکیې د سرې میاشتې مشر کینیک ویلي چې دغه مرستې د وچمالۍ، وروستي تحولاتو، نړیوالو مرستو د بندېدو او نورو دلایلو له امله کړي دي.
له ۲۰۱۸ م کال راهیسې د ترکیې سرې میلتشې د ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت له افغانانو سره مرستې کړي دي تر څو پرې کوچنۍ سوداګري وکړي.






