د امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو د پوهنتون استادانو طالبان پړ ګڼي
د امریکا او یو شمېر نورو هېوادو د پوهنتون استادان طالبان پړ ګڼي
د امریکا، هند، اسټرالیا او یو شمېر نورو پوهنتونو استادانو یوه اعلامیه خپره کړې او طالبان یې د ښځو حقوقو او بشر حقوق ناقضین ګڼلي دي.
(2021 / 10 / 2 نېټه باغي ټلویزیون )
د امریکا، هند، اسټرالیا او یو شمېر نورو پوهنتونو استادانو یوه اعلامیه خپره کړې او طالبان یې د ښځو حقوقو او بشر حقوق ناقضین ګڼلي دي.
دوی ویلي چې طالبانو د بشر او ښځو حقوقو د درناوي او ټول شموله حکومت جوړولو ژمنې کړې وې؛ خو واک ته له رسېدو سره سم طالبانو دغه ژمنې هېرې کړې او د بشر او ښځو حقوقو ته یې درناوی ونکړ.
دوی له امریکا، ملکرو ملتونو، د اسلامي هېوادونو نړیوال کنفرانس او اروپایي ټولنې غوښتي چې طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني او بندیزونه پرې ولګوي.
طالبانو د اګست پر ۱۵ ټول افغانستان ونیوۀ چې وروسته تر هغه یو شمېر ولایتونو کې د مدني حرکتونو په ترڅ کې د دوی پر ضد لاریونونه، د پنجشیر ولایت کې د دوی پر ضد وسلوال پاڅون او یو شمېر افغانان د کابل هوايي ډګر له لارې له افغانستان څخه ووتل.
په دې وروستیو کې طالبانو د پنجشیر پاڅونوال وځپل، لاریونونه یې بند کړل او له افغانانو څخه یې وغوښتل چې هېواد پرېنږدي.
یادو استادانو غوښتي چې طالبان دې له پنجشیر څخه خپل ځواکونه وباسي، ښځو ته دې د دندې او کار اجازه ورکړي او نړیوالو د بشر حقوقو ته دې درناوی وکړي.
په پای کې د سبټمبر ۲۹ تمه ۱۳۱ استادانو د دغې اعلامیهرامضاء کړې ده.