د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي، طالبان باید د هغو ترهګرو ډلو مخه ونیسي چې پاکستان ته ګواښ پېښوي

باغي ټي وي رپورټ
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي، طالبان باید د هغو ترهګرو ډلو مخه ونیسي چې پاکستان ته ګواښ پېښوي.
انتونیو ګوتریش په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې موږ له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوو، طالبان باید د هغو ترهګرو ډلو مخه ونیسي چې پاکستان ته ګواښ پېښوي او د پاکستان په ګډون د سیمې د نورو هېوادونو پر ضد د تروریستي فعالیتونو اجازه ور نه کړي.
هغه وویل چې په افغان حکومت کې د ټولو قومونو ونډه اړینه ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په پاکستان کې د سېلابونو د ناورين په اړه د خبرو پر مهال وويل، هوډ لري چې نړيواله ټولنه له پاکستان سره مرسته وکړي، هو، د سېلابونو له امله فصلونو، څارويو، کورونو او خلکو ته زيان اوښتی دی، نو د نړیواله ټولنه د پاکستان سره د مرستې لپاره لومړنی مسؤلیت لري.
انتونیو ګوټریس زیاته کړه چې د اقلیم بدلون کې د پاکستان رول ډېر کم دی، نړیواله ټولنه باید د جنورۍ په نهمه په پاریس کې کېدونکي کنفرانس کې د پاکستان ملاتړ وکړي.





