جنرال ریټایرډ باجوه په هر ګام کې ستا ملاتړ وکړ، خو چا چې پر تا احسان وکړو تو تا ورسره بد چلند وکړ: وزیردفاع، خواجه آصف

0
98

باغی ټي وي رپورټ
د جنرال باجوه څه ګناه ده جنرال باجوه په هر ګام کې ستا ملاتړ وکړ، خو چا چې پر تا احسان وکړو تو تا ورسره بد چلند وکړ.

د اليکشن کميشن نه بهر ميډيا سره خبرو کښې خواجه آصف اوويل چې عمران خان په څلور کالو کښې هرڅه ویجاړ کړي د کوم چې مونږ د اصلاح کولو او بحالولو کوشش کوو۔

ده ووئيل چې د اسمبلۍ د منحلولو وروستې كارډ عمران خان لوبولى ؤ، اوس ورو ورو د هغه له پښې څخه زمکه روانه ده، ، د افسوس خبره ده چې داسې كسان په لوړو مقامونو رسېدلي چې د چا هیڅ قدر او عزت نه وو۔
ددفاع وزير وويل چا چې دعمران خان ملاتړ کړى وس هغوي هم دغه محسن په وړاندې بدمعاشي کوي، که تاسو حکومت نۀ شي چلولى نو دجنرال باجوه څه ګناه ده، جنرال باجوه په هر ګام ستاسو ملاتړ کړى دى وزیردفاع اوویل چا چې پر تا احسان کړی وي او ناوړه ګټه دې کړې وس پر هم هغه بد وایی.

Leave a reply