په پاک افغان پوله باب دوستۍ باندې د پاکستان او افغان چارواکو د فلیګ ملاقات په اړه اتفاق کړی دی.

0
76

باغی ټي وي رپورټ
چمن: په پاک افغان پوله باب دوستۍ باندې د پاکستان او افغان چارواکو د فلیګ ملاقات په اړه اتفاق کړی دی.

د چمن په پوله د پاک افغان صورتحال ښه کولو لپاره افغانستان ته تللي د لوړ پوړو ملکي او پوځي چارواکو پلاوی بیرته خپل هیواد ته ستون شوی دی.

د جرګې غړي وايي، په دې اړه د افغانستان د دفاع وزارت د مرستیال ملاشیرین په مشرۍ له افغان پلاوي سره خبرې وشوې، چې په کې د کندهار مرستیال والي، د بهرنیو چارو، کورنیو چارو وزارت، د سرحدي پولیسو مشر او د استخباراتو مسوولینو ګډون کړی وو.

د سولې جرګې او افغان پلاوي له لوري په خپره شوې ګډه اعلاميه کې ويل شوي، چې پاک افغان ولس دې مطمئن وي، د دوه اړخيزو اړيکو د خرابولو د درېيمې قوې دسيسې به بريالۍ نه شي، موږ وروڼه يو، غلط فهمۍ به لرې کوو. د جرګې له مخې د ملګرتيا په موضوع د پاك افغان پوله ساتو چارواكو ترمېنځه د فېګ مېټ په كولو موافقه شوې ده۔

بل خوا امنیتي چارواکي وايي، چې په باب دوستي باندې ددې مهمې ناستې لپاره چمتووالی نیول شوی دی.

Leave a reply