اروپايي ټولنه؛ له افغانستان سره درې سوه میلیونه یورو مرسته کوي

0
217

اروپايي ټولنه؛ له افغانستان سره درې سوه میلیونه یورو مرسته کوي

تازه اروپایي ټولنې خبر ورکړی چې افغانستان سره به د بشري مرستو په موخه درې سوه میلیونه یورو مرسته کوي.

د اروپایي ټولنې مشر اورسلا وندرلین د یو ټويټ پیغام له لارې د دغې مرستې خبر ورکړی دی.

 

 

(2021 / 10  / 2 نېټه باغي ټلویزیون)

تازه اروپایي ټولنې خبر ورکړی چې افغانستان سره به د بشري مرستو په موخه درې سوه میلیونه یورو مرسته کوي.

د اروپایي ټولنې مشر اورسلا وندرلین د یو ټويټ پیغام له لارې د دغې مرستې خبر ورکړی دی.

تر اوسه معلومه نده چې دغه مرستې به په کوم ډول او څنګه افغانستان ته ورکوي؛ خو ویل کېږي چې دا مرستې د بشري مرستو په موخه لګېږي.

تر دې وړاندې هم اروپایي ټولنې له افغانستان سره بشري مرستې کړې وې چې د ځینو نړیوالو موسیسو پر مټ افغانانو ته وسپارل شوې.

دغه راز اروپايي ټولنې ویلي چې افغانان به هېڅکله هم یوازې نه پرېږدي او په هر حالت کې به د دوی تر څنګ ولاړ وي.

دا په داسې حال کې ده چې کابو یوه نیمه میاشت طالبان په افغانستان کې واکمن دي؛ خو لا هم دغې ټولنې څه ندي ویلي چې دوی به د ا.ا.ا په رسمیت پېژني که نه.

Leave a reply