ډنمارک: د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژنو

ډنمارک: د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژنو
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر چې اسلام آباد ته په دوه ورځني سفر تللی پرون د جمعې ورځ یې رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د اوس لپاره یې هېواد چمتو ندی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.
(2021 / 10 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر چې اسلام آباد ته په دوه ورځني سفر تللی پرون د جمعې ورځ یې رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د اوس لپاره یې هېواد چمتو ندی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر جيپي کوفود ویلي چې د افغانستان وضعت له نیږدې څارو او هېڅکله به اجازه ورنکړو چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځایو بدل شي.
نوموړي همدا راز په نړیوالو غږ کړی چې ټوله نړۍ باید پرېنږدي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شي، ځکع د دۀ په وینا دا نړۍ او موږ ته لوی ګواښ پېښولی شي.
کوفود همدا راز ویلي چې هېواد به یې طالبان په رسمیت ونه پېژني.
اروپايي ټولنه چې ډنمارک یې هم غړیتوب لري ویلي چې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو لپاره مو شرطونه وړاندې کړي که دوی یژ مراعت کړي په رسمیت به یې وپېژنو.
دغه شرطونه د نړیوالو بشرحقونو او افغانو ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ورکول دي.
خو طالبانو بیا ویلي چې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.






