له کابل هوايي ډګر څخه نړیوالې الوتنې په تدریجې ډول سره پیل شوې دي

0
388

له کابل هوايي ډګر څخه نړیوالې الوتنې په تدریجې ډول سره پیل  شوې دي

 په داسې حال کې چې له کابل هوايي ډګر څخه نړیوالې الوتنې پیل شوي؛ خو لا هم دغه هوايي ډګر د نړیوالو الوتنو بشپړ چمتو کېدلو لپاره تر کار لاندې.

له کابو یوې نیمې میاشتې ځنډ وروسته اوس کابا هوايي ډګر په تدریجي ډول نړیوالو الوتنو ته چمتو شوی چې تېرو دریوو ورځو کې ترکیې، دوبی، او ځینو نورو هېوادونو ته ورڅخه تدریجي الوتنې ترسره شوي دي.

 

 

(2021 / 10 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)

په داسې حال کې چې له کابل هوايي ډګر څخه نړیوالې الوتنې پیل شوي؛ خو لا هم دغه هوايي ډګر د نړیوالو الوتنو بشپړ چمتو کېدلو لپاره تر کار لاندې.

له کابو یوې نیمې میاشتې ځنډ وروسته اوس کابا هوايي ډګر په تدریجي ډول نړیوالو الوتنو ته چمتو شوی چې تېرو دریوو ورځو کې ترکیې، دوبی، او ځینو نورو هېوادونو ته ورڅخه تدریجي الوتنې ترسره شوي دي.

د کابل هوايي ډګر د مسؤلینو په وینا چې تر اوسه ډېرې الوتنې د ایران او پاکستان هېواد الوتکو کړي دي.

د دوی په وینا دغه الوتنې هم د ملګرو ملتونو په غوښتنه په چارټر شویو الوتکو کې د بشري مرستو رسونې په موخه شوي.

که څه هم اوس ځینې نړیوال شرکتونه له کابل هوايي ډګر څخه الوتنې لري؛ خو د ټکټونو بیې د تېر په برابر څو برابره لوړه ده.

دوی ویلي چې د ټکټونو د تقاضاء لوړوالی د ټکټونو د قیمت د لوړوالي لامل دی او په وینا یې چې تر هغو چې تقاضاء لوړه وي ممکن قیمتونه هم لوړ وي.

تر دې وړاندې ویل شوي ؤ چې ترکیه او قطر به د کاب هوايي ډګر مسؤلیت پر غاړه اخلي؛ خو تازه ترکیې ویلي چې تر هغو د دوی شرطونه ونه منل شي آماده ندي چې خپل ټیم د کابل هوايي ډګر ته ولېږي.

Leave a reply